جلالاباد (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۴): د ننګرهار د والي په سپارښتنه یوه پلاوي په تورخم کې د پاکستان پوځي رژیم بریدونو کې د سوځېدلو هټیو ارزونه کړې چې په نتیجه کې به یې له زیانمن شوو سوداګرو سره مالي مرسته وشي.
د راپورونو له مخې، یادو هټیو او سوداګریز مارکېټ د پاکستان پوځي رژیم د راکټي بریدونو له امله سوځېدلی و چې شاوخوا ۳۰۰ میلیون افغانی زیان اوښتی دی.
د ننګرهار والي ملا محمدنعيم اخند د ولایت مقام د دفتر د رییس مولوي شاهد نوراني په مشرۍ یوه پلاوي ته لاښوونه کړې وه چې په تورخم کې د یادې اورلګېدنې د زیانونو ارزونه وکړي.
د ننګرهار ولایت مقام خبرپاڼه کې راغلي چې یاد پلاوي د هټیو او سوداګریز مارکېټ له مالکانو سره ناسته وکړه او د زیانونو په اړه یې ترې پوښتنې وکړې، دغه معلومات به د ننګرهار د والي له لوري له مرکز سره شریک شي، څو له زیانمن شوو هټۍوالو سره مالي مرستې ترسره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP