Language

پکتیکا کې د اوبو رسونې شپږو شبکو جوړولو چارې پيل شوې

کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۴): د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي چې په پکتیکا ولایت کې د ۶۱ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسونې شپږو شبکو جوړولو چارې پيل شوې.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پروژې د پکتیکا په جانیخېلو او ډیله ولسوالیو کې پلې کېږي.

سرچینه زیاتوي، په دغو شبکو کې د ۱۲۰ مترو په ژوروالي د شپږو څاګانو کیندل، د ۲۰ او ۴۰ مترمکعب په ظرفیت د اوبو د شپږو ذخیرو جوړول او د نږدې ۶۰ زره ‎مترو په اوږدوالي پایپ غځول شامل دي.

خبرپاڼه کې راغلي، د یادو شبکو د کار په بهیر کې به سلګونه کاریګرو ته د کار زمینه هم برابره او په بشپړېدو سره به يې د یادو ولسوالیو ۲۳۳۰  کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.