هرات (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۴): له ایران څخه راستنانه شوي ځینې کډوال وایي، پر ایران د امریکا او اسرایلو له بریدونو سره ایران کې هغوی ته ژوند کول سخت شوي او ځینې یې سره له دې چې پاسپورټ یا قانوني اقامت لري، د خپل ژوند د خوندي کولو لپاره ایران پرېږدي او خپل هېواد ته راستنږي.
پر ایران د امریکا او اسراییلو بریدونه د فبرورۍ په ۲۸مه پیل شول او اوس ایران هم په سیمه د امریکا هډې نښه کوي.
د اسلامکلا بندر مسوولین وایي، له ایران څخه د افغان کډوالو د جبري ستنېدو بهیر کې بدلون نه دی راغلی او هره ورځ له ۲۵۰۰ تر ۳۰۰۰ پورې کسان راایستل کېږي، خو پر ایران د امریکا او اسرایلو له بریدونو وروسته د هغو افغانانو شمېر زیات شوی چې له پاسپورټ یا د استوګنې له اسنادو سره هېواد ته راستنېږي.
هغوی وایي چې د دا ډول کسانو ورځنی شمېر له ۱۳۰۰ تر ۱۵۰۰ کسانو ته رسېدلی دی.
د پژواک خبریال په هرات کې د اسلامکلا بندر ته تللی او له ایران څخه له راستنو شویو افغانانو سره یې خبرې کړې دي.
شل کلن حفیظالله چې د کونړ ولایت اصلي اوسېدونکی دی، یو له هغو کسانو دی چې تازه له ایران څخه اسلام کلا ته راستون شوی. هغه چې د خپلې ۱۱ کسیزې کورنۍ د لګښتونو مسوولیت پر غاړه لري، وایي چې د پلار له مړینې وروسته یې د کار لپاره ایران ته تللی و.
ده وویل: «له یو کال څخه ډېر مې په ایران کې مزدوري وکړه، خو د اسرائیلو او امریکا د بریدونو له زیاتېدو سره د کډوالو ژوند له خطر سره مخ شو، مجبور شوم د خپل ژوند د ژغورلو لپاره ایران پرېږدم.»
د هغه په وینا، اوس تش لاس افغانستان ته راستون شوی دی.
علي موسوي چې د هرات اوسېدونکی دی او له تهران څخه راستون شوی، وایي سره له دې چې پاسپورټ لري او له نږدې یو کال راهیسې یې په تهران کې په یوه رستورانټ کې کار کاوه، خو د بریدونو له زیاتېدو وروسته یې کار پرېښود او خپل هېواد ته راستون شو.
هغه وویل: «د خپل ژوند د خوندي کولو لپاره خپل هېواد ته ستون شم.»
ځینې راستانه شوي کډوال د ایران پولیسو له ناسم چلنده شکایت کوي.
د خوست ولایت اوسېدونکی نقیبالله یو له دغو کسانو دی چې اوس اسلامکلا ته راستون شوی دی. هغه وایي، د خپلې ۱۳ کسیزې کورنۍ د نفقې مسؤلیت لري او د بېوزلۍ او بېکارۍ له امله ایران ته تللی و، خو اوس پر خپل تګ پښېمانه دی.
د هغه په وینا، د ایران پولیسو له افغان کډوالو نه یوازې اضافي پیسې اخیستې بلکې په کمپونو کې یې ورسره تاوتریخوالی کاوه او وهل او ډبول یې.
د اسلامکلا بندر د سرحدي چارو آمر جانمحمد نور پژواک ته وویل چې هره ورځ له ۲۵۰۰ تر ۳۰۰۰ کډوال په جبري ډول له دې لارې افغانستان ته راځي؛ هغه شمېر چې د هغه په خبره، پر ایران تر بریدونو مخکې هم نږدې همدومره و.
ده زیاته کړه چې د دې بندر مسوولین له راستنو شویو کډوالو سره د مرستې لپاره چمتووالی لري او کولای شي هره ورځ تر ۵۰ زرو راستانه شوي کډوالو چارې مدیریت کړي.
د اسلامکلا بندر د کمیسارۍ مسؤولین وایي چې پر ایران د بریدونو تر زیاتېدو وروسته د هغو کډوالو شمېر لږ لوړ شوی چې د پاسپورټ یا قانوني اقامت له لرلو سره سره افغانستان ته راستنېږي.
د یاد بندر د کمیسارۍ مرستیال عبدالوهاب کامران وایي چې هره ورځ له ۱۳۰۰ تر ۱۵۰۰ پورې افغان کډوال چې پاسپورټ لري له ایرانه هېواد ته راځي او دا شمېر د پخوا په پرتله له ۲۰۰ تر ۳۰۰ کسانو زیات شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP