کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په سرهرود ولسوالۍ کې د ناچاوده توکو چاودنې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د سرهرود ولسوالۍ په مربوطاتو کې یوه کس له لغمان ولایته د جلالاباد صنعتي پارک ته زړې اوسپنې لېږدولې وې چې دغه پېښه شوې ده.
خبرپاڼه کاږي: «نوموړي کس چې د «مقدس» په نوم یوې کارخانې ته یې کباړ لېږداوه، د مال د کښته کولو پر مهال په بار کې موجود ناچاوده توکو انفجار کړی. د یاد انفجار په پایله کې یاد شخص په حق ورسېد او دوه تنه نور کسان سرسري ټپیان شول.»
امنیې قوماندانۍ لیکلي چې امنیتي ځواکونه سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلي او په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP