Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د ناچاوده توکو چاودنې درېیو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په سره‌رود ولسوالۍ کې د ناچاوده توکو چاودنې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د سره‌رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې یوه کس له لغمان ولایته د جلال‌اباد صنعتي پارک ته زړې اوسپنې لېږدولې وې چې دغه پېښه شوې ده.

خبرپاڼه کاږي: «نوموړي کس چې د «مقدس» په نوم یوې کارخانې ته یې کباړ لېږداوه، د مال د کښته کولو پر مهال په بار کې موجود ناچاوده توکو انفجار کړی. د یاد انفجار په پایله کې یاد شخص په حق ورسېد او دوه تنه نور کسان سرسري ټپیان شول.»

امنیې قوماندانۍ لیکلي چې امنیتي ځواکونه سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلي او په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.