Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ایران د فوټبال په نړۍوال جام کې ګډون نه کوي

کابل (پژواک، د ۱۴۰۴ د حوت ۲۱مه): د ایران د سپورټ او ځوانانو وزیر اعلان کړی چې پر ایران د امریکا او اسراییلو له بریدونو وروسته، د ایران د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال په نړۍوال جام کې ګډون نه کوي ځکه چې شرایط نه دي ورته برابر.

د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام سیالۍ د ۲۰۲۶ د جون له ۱۱مې د جولای تر ۱۹مې د امریکا، مکسیکو او کاناډا په ګډ کوربه‌توب ترسره کیږي.

د ایران ملي لوبډله د بلجیم، مصر او نیوزیلنډ له ملي لوبډلو سره په یوه ګروپ کې ده او ټاکل شوې وه چې د دې لوبډلې درې واړه لوبې په امریکا کې ترسره شي.

خو د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران د سپورټ او ځوانانو وزیر احمد دنیامالي په یوه ټلوېزیوني مرکه کې ویلي چې اوسنیو شرایطو ته په پام د دې هېواد د فوټبال ملي لوبډلې د لوبغاړو او د روزنیز ټیم د غړو امنیت په امریکا کې نه شي تضمین کېدای.

هغه زیاته کړې: «یو یرغلګر هېواد د نړیوال جام کوربه دی او موږ تمه لرو چې فیفا په دې اړه غبرګون وښيي.»

د هغه په وینا، د اوسني وضعیت او د تهران او واشنګټن ترمنځ د تاوتریخوالي فضا ته په کتو، د ایران د فوټبال ملي لوبډلې ګډون په دې سیالیو کې له جدي ستونزو سره مخ شوی او په نړیوال جام کې یې د ګډون امکان نه شته.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.