Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې د پاکستان بریدونو له امله څلور تنه شهیدان او درې ټپيان شوي

کابل (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۴): د ا.ا مرستیال ویاند وایي، د خوست پر عليشېرو ـ تريزيو ولسوالۍ د پاکستان پوځي رژیم د توپونو او هاوانونو برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۴ کسان شهیدان او درې نور ټپيان شوي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند، ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه بریدونه نن سهار شاوخوا څلور بجې د یادې ولسوالۍ د صدقو کلي د بدرګې ګورګورې په سیمه کې شوي دي.

هغه زیاته کړې چې د یادو بریدونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور تنه ملکي کسان شهیدان شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند، دغه راز لیکلي چې د پاکستان پوځي رژيم د کونړ ولایت پر منورې، سرکاڼو، ناړۍ او خاص کونړ ولسوالیو هم د توپونو او هاوان ۲۲۱ ډزې کړي‎.

دی وایي چې په یادو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتي خو خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.