Language

مجاهد: د پاکستان بمبارۍ کې یو ځل بیا ملکي وګړي شهیدان شوي؛ دغه ظلم به بې‌ځوابه پاتې نه شي

کابل (پژواک، ۲۲ حوت ۱۴۰۴): د اسلامي امارت ویاند وایي چې په کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا او ځینو نورو سیمو کې د پاکستان پوځي رژیم د تېرې شپې بمبارۍ کې ملکي وګړي شهیدان شوي او «دغه ظلم به بې‌ځوابه پاتې نه شي.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د تېرو تېریو او جنایتونو په دوام، یو ځل بیا د پاکستان پوځي رژیم پر کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا او ځینو نورو سیمو بمباري کړې ده.»

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته زیاتوي چې په ځینو ځایونو کې د ملکي خلکو کورونه په نښه شوي چې له امله یې ښځې او ماشومان شهیدان شوي او په ځینو نورو سیمو کې تشې دښتې هدف ګرځول شوې دي.پژواک ته یوې باوري سرچینې ویلي چې د پاکستان پوځي رژیم جټ الوتکو تېره شپه د کابل ښار د ۲۱مې حوزې اړوند د پلچرخي سیمه کې پر یوه استوګنیز کور هوايي برید کړی چې له امله یې درې ملکي وګړي شهیدان او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
مجاهد لیکلي: «د روژې مبارکې میاشتې په وروستۍ لسیزه او د اختر په درشل کې دا ډول ظالمانه تېری ښيي چې هغوی هېڅ انساني اصولو او اخلاقي ارزښتونو ته پابند نه دي.»

هغه وایي: «اسلامي امارت دغه جنایت او ښکاره تېری پر سختو ټکو غندي او ان‌شاءالله دا ظلم به بې‌ځوابه پاتې نه شي.»

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.