Language

ترمپ: ایران هوکړې ته لېوالتیا لري، خو زه نه غواړم ځکه شرایط مناسب نه دي

کابل (پژواک، ۲۵ حوت ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر وايي چې ایران د هوکړې د ترسره کولو لپاره «لېوالتیا» لري؛ خو دی نه غواړي دا کار وکړي، ځکه شرایط لا هم په کافي اندازه مناسب نه دي.

د «ان‌بي‌سي» د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ویلي چې «شرایط لا هم دومره مناسب نه دي» چې د منځني ختیځ د پراخېدونکې جګړې په ترڅ کې له ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړې چې ایران د یوې هوکړې د ترسره کولو لپاره «لېوالتیا» لري.

هغه ویلي: «ایران غواړي یوه معامله وکړي، خو زه نه غواړم دا کار وکړم؛ ځکه شرایط لا هم په کافي اندازه مناسب نه دي.»

هغه همدارنګه زیاته کړې چې د دښمنیو د پای ته رسولو لپاره هر ډول هوکړه باید «ډېره پیاوړې» وي.

که څه هم ترمپ د احتمالي اوربند د هوکړې د ځانګړو شرطونو له څرګندولو ډډه کړې، خو ويلي يې دي چې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو له ارمان څخه لاس اخیستل به د دغو شرطونو له مهمو مخکینیو شرطونو څخه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د روان کال د حوت په ۱۹مه له «پي‌بي‌اېس» ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي وو چې له امریکا سره خبرې اترې نور د ایران اسلامي جمهوریت د اجنډا برخه نه دي.

نوموړي زیاته کړې وه: «د فبروري په میاشت کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د وروستي پړاو خبرو اترو پر مهال امریکایانو ژمنه کړې وه چې د برید نیت نه لري، خو بیا هم یې دا کار وکړ.»

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم ویلي وو د امریکا او اسرائیل له خوا د پیل شوې جګړې د پای ته رسولو یوازیني لار دا ده چې د ایران مشروع حقونه ومنل شي، تاوان ورکړل شي او د راتلونکو بریدونو د مخنیوي لپاره قاطع نړیوال تضمین وړاندې شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.