کابل (پژواک، ۲۵ حوت ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د اسلامي امارت د ۲۲ چارواکو د بندیزونو لست تعدیل کړ، خو د ا.ا ویاند دغه اقدام د افرادو د حقونو نقض بولي د لغوه کېدو غوښتنه یې کوي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اعلامیه کې راغلي چې دغه بندیزونه د ملګرو ملتونو د منشور د اووم فصل پر بنسټ تصویب شوي او د دې نوملړ تعدیل د کب په ۱۹مه شوی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د اسلامي امارت ۲۲ چارواکي د سفر له بندیز، د شتمنیو له کنګل کېدو او د وسلو له تحریم سره مخ دي.
په دې نوملړ کې د د اسلامي امارت رییسالوزرا ملا محمد حسن اخوند، د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي، د کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراج الدین حقاني او د اسلامي امارت یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي شامل دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په اړه وایي چې دا پرېکړه د افرادو د حقونو نقض دی او کومه پایله نه لري.
مجاهد دغه راز د امنیت شورا دا نوملړ د خلکو د حقونو نقض بللی او ویلي یې دي چې دا ډول تحریمونه پر خلکو هم اغېز کوي.
د اسلامي امارت ویاند د دغو تحریمونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP