Language

د ا.ا مشرتابه په اختریز پیغام کې د افغانانو پر یووالي او له نړۍ سره پر ښو اړیکو ټینګار کړی

کابل (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۴): د ا.ا مشرتابه په خپل اختریز پیغام کې د افغانانو پر یووالي او له نړۍ سره پر اسلامي اصولو ولاړو ښو اړیکو ټینګار کړی او له ټولو هېوادونو یې غوښتي چې د افغانستان د خلکو معتقداتو او ارزښتونو ته درناوی وکړي او په کورنیو چارو کې یې مداخله ونه کړي.

د اسلامي امارت مشرتابه هبةﷲ اخندزاده د کوچني اختر په مناسبت په یوه پيغام کې ویلي: «تاسو کوښښ وکړئ لکه څنګه مو چې د شرعي نظام راستلو لپاره قربانۍ ورکړې دي، هغسې د اسلامي شرعي نظام ساتنه او د مسوولینو پوره اطاعت وکړئ، د اسلامي نظام د استحکام لپاره کوښښ وکړئ او د هر قسم اختلافاتو څخه ځانونه وساتئ.»

هغه ویلي چې د مسلمانانو عزت، کامیابي او سرلوړي د دوی په اتحاد، ورورولۍ او يووالي کې ده او خلک دې خپل اتحاد او یووالی لا پياوړی کړي او له هر ډول سمتي، ژبني او قومي تعصباتو څخه دې ځانونه وساتي.

هغه زیاته کړې: «الحمدالله د اسلامي امارت په راتګ سره افغانانو ته الله تعالی له کلونو کلونو مخالفتونو او جګړو وروسته د وحدت او اتفاق ښه فرصت برابر كړی دی، راځئ له دغه فرصته ښه ګټه واخلو، خپل وحدت او یووالی چې زموږ ټولو د بریا او عزت راز دی، لا زیات محکم او پیاوړی کړو، د دښمنانو دسیسو ته متوجه واوسو، له خپل اسلامي او شرعي نظام او حاکمیت څخه په هر میدان کې کلکه دفاع وکړو او د همدغه نظام تر چتر لاندې په عزت او حریت کې ژوند وکړو.»

د ده په خبره، په اخترونو او نورو لمونځونو کې اجتماعات او راټولېدل خلکو ته‎ د اتفاق، وحدت او ورورولۍ پيغام ورکوي او دا ور زده کوي چې چې مسلمان باید د بل مسلمان په خفګان خفه او په خوښي خوښ شي.

د اسلامي امارت مشر دغه راز ویلي، له دیني پرمختګ سره سره اعمار، رغول او د مځکې ابادول هم د اسلامي نظام مسوولیت دی، مسوولین او غیرمسوولین دې کوښښ وکړي، د دیني خدماتو ترڅنګ د ابادۍ خدماتو ته توجه وکړي.

ده زیاته کړې: «د تعلیم او تربیې برخه کې پوره کوښښ وکړئ، د ځوانانو، عوامو خلکو او مجاهدینو د افکارو د تنویر او دیني تندې خړوبولو په موخه پوره توجه وکړئ، مسوولین دې تربیتي حلقې او اصلاحي مجلسونو ورته برابر کړي، په کومه ساحه کې چې مساجد نه وي، هلته مسجدونه اباد کړئ، علماء کرام دې په مساجدو کې خلکو، ځوانانو او ماشومانو ته دیني تعلیم ورکړي، له خپلو مهاجرو وروڼو سره چې د نورو ملکو څخه راستنېږي، ټول افغانان دې د دوی سره مرسته او همکاري وکړي.»

هغه دغه‌راز ویلي چې اسلامي امارت غواړي له اسلامي نړۍ سره د اسلامي اخوت پر اساس ټينګې او ښې اړیکې ولري او همدا راز غواړي له نورو ملکونو سره په اسلامي اصولو ولاړې ښې او ګټورې اړیکې ولري.

د اسلامي امارت مشرتابه له ټولو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان د خلکو معتقداتو او ارزښتونو ته درناوی وکړي او په کورنیو چارو کې یې مداخله ونه کړي.

د ده په خبره، اسلامي امارت د نړۍ په هره برخه کې د مسلمانانو پر وړاندې ناوړه کړنې او د هغوی پر حقوقو تجاوز ظلم بولي او په کلکو ټکو یې غندي.

هغه زیاته کړې، د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدو وزارت محتسبین په خپله او کوښښ سره د خلکو په اصلاح بوخت دي چې له امله یې د منکراتو کچه ټيټه شوې ده او دا د اسلامي نظام یو له سترو اهدافو دی چې په ټولنه کې د هر ډول مفاسدو مخنیوی وشي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.