کابل (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۴): هند، چین، د بشري حقونو د څار نړۍوال سازمان، ملګرو ملتونو، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په کابل کې د روږدو درملنې پر مرکز د پاکستان د تېرې شپې برید غندلی او ملکي کسانو ته پر اوښتې مرګژوبله یې اندېښنه ښودلې ده.
د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه شاوخوا نهه بجې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د معتادینو پر یوه روغتون برید وکړ. د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي چې تر دې مهاله ۴۰۰ کسان شهیدان شوي او ۲۵۰ نور ټپيان دي.
د هند بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرو یاد برید غندلی او لیکلي یې دي: «دا یو بزدلانه او غیرانساني تاوتریخجنه کړنه ده چې د ګڼو ملکي وګړو ژوند یې په داسې یوه مرکز کې واخیست چې هیڅ ډول نظامي هدف په توګه نه شي توجیه کېدای، پاکستان اوس هڅه کوي دا ډلهییزه وژنه د یوې نظامي عملیاتو په توګه وړاندې کړي.»
اعلامیه کې راغلي چې د پاکستان دغه ناوړه یرغلیز عمل د افغانستان پر حاکمیت ښکاره تېری او د سیمې د سولې او ثبات لپاره مستقیم ګواښ هم دی او د پاکستان د بېپروا چلند دوامداره بڼه او هغه هڅې ښيي چې غواړي خپلې کورنۍ ناکامۍ د خپلو پولو هاخوا د لا زیات تاوتریخوالي له لارې پټې کړي.
سرچینه زیاتوي، نړۍواله ټولنه باید د دې جنایتکارانه کړنې عاملین حساب ته راکش کړي او دا یقیني کړي چې په افغانستان کې د پاکستان لهخوا د ملکي وګړو بېپروا هدف ګرځول پرته له ځنډه پای ته ورسېږي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د پاکستان د تېرې شپې برید ملکي کسانو ته د درنې اوښتې مرګژوبلې په اړه اندېښنه را پورته کړې ده.
هغه ویلي چې خبرې اترې او مذاکره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د حل یوازېنۍ اغېزناکه لار ده، او چین هیله لري چې دواړه لوري زغم ولري، خپله ارامي وساتي، ژر تر ژره مخامخ خبرې پیل کړي، په چټکۍ سره اوربند ته ورسېږي او خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.
د هغه په وینا، چین به د تاوتریخوالي کمولو او دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه کېدو لپاره رغنده رول ته دوام ورکړي.
د بشري حقونو د څار سازمان هم پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په کابل کې د معتادیو پر یوه روغتون د پاکستان برید له امله پر اوښتې مرګژوبله اندېښنه لري.
سرچینې زیاته کړې چې دا پېښه باید ژر تر ژره وڅېړل شي، ملکي تاسیسات باید هیڅکله هدف ونه ګرځول شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریجارډ بېنېټ پر ټولنيزه رسنۍ اېکس يوه پوسټ کې لیکلي چې په افغانستان کې د پاکستان هوايي بریدونو او ولسي وګړو مرګژوبلې راپورونو سخت “اندېښمن او خواشينی” کړی دی.
نوموړي د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي ښودلې ده.
بېنېټ د جګړې له ښکېلو خواو غوښتي چې تاوتريخوالی کم او د “لوړې کچې له زغم” څخه کار واخلي.
نوموړي پر ټولو غاړو ټینګار کړی چې د ولسي وګړو او ملي تاسيساتو د ساتنې په ګدون د ټولو نړۍوالو قوانينو درناوی وکړي.
د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم یاد برید غندلی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې دغه برید وغندي او د قربانیانو لپاره بشري مرستې برابرې کړي.
هغه هیله څرګنده کړې چې اسلامي امارت د پاکستان پر وړاندې پر خپلو پالیسیو بیا غور وکړي او د پاکستان د پرلهپسې بریدونو په غبرګون کې هوښیارانه عمل وکړي.
خلیلزاد زیاته کړې: «زه همدارنګه هیله لرم چې ډېر باوجدانه پاکستانیان به د خپلې پوځي رهبرۍ له غیر انساني او بېپروا پرېکړې ناخوښ او حتی غوسه وي؛ هغه پرېکړه چې د افغان ملکي وګړو د وژنې او ټپي کېدو لامل شوې ده. خو له بده مرغه، لکه څنګه چې په پاکستان کې وروستي بدلونونه ښيي، پوځي مشرتابه او د هغوی لاسپوڅی حکومت د خلکو نظرونو ته ارزښت نه ورکوي.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «په اویشتمه د رمضان ترهګر پنجابي استعمار (پاکستان) د کابل په یو روغتون ترهګریز هوايي بمبار وکړ، چې په کې په سلګونه بېګناه زیرِ علاج ملکي وګړي په شهادت ورسېدل او ګڼ شمېر نور ټپیان شول. موږ د دې دردونکې پېښې پر ضد د خپل افغان ولس ترڅنګ ولاړ یو.»
هغه لیکلي چې پيټياېم به د نړۍ هر ګوټ ته د دې مظلومې وینې غږ رسولو لپاره خپله طرحه جوړه وي.
پښتین زیاته کړې: «د پاکستان څه علماوو په هر دور کې د کابل د ورانولو فتوې ورکړې ده، نور دې لږ تر لږه د دې بېګناه وګړو او په روغتون کې د پرتو مریضانو له ټوټه ټوټه بېګناه جسدونو څخه حیا وکړي.»
ده لیکلي چې په لر او بر کې د پاکستان ظلمونه ورځ تر بلې زیاتیږي، په داسې وخت کې په لوی زړه سره د مِلي مشورې او مِلي قیام انتظام به د ملت قوت یو کړي چې ملت ته به یې ډیره ګټه او دښمن ته به یې ډیر زیان وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP