کابل (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې په روانه اونۍ کې د پاکستان له بندخونو ۳۰۰ افغانان خوشي او هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد وزارت د سپینبولدک د لېږد امریت د راپور له مخې لیکلي، دغه کسان له یوې ورځې تر دوو میاشتو بندیان وو چې تر خوشي کېدو او په دغه امریت کې تر ثبت او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.
د یادونې ده، څه موده مخکې هم د پاکستان له بندخونو ۲۰۰ افغانان ازاد شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP