Language

د کوچني اختر په مناسبت څه باندې ۴۵۰۰ بندیان له زندانونو خوشې شول

کابل (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۴): ستره محکمه وایي چې د ا.ا د مشرتابه د ځانګړي حکم له مخې، د کوچني اختر په مناسبت څه باندې ۴۵۰۰ بندیان له زندانونو خوشې او څه باندې ۴۴۰۰ نورو ته د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو.

د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې او د یادې محکمې د رئیس، شیخ عبدالحکیم حقاني، په هدایت د یوه مشخص طرزالعمل پر اساس د هېواد په کچه ۴۵۹۶ بندیان له زندانونو خوشې او د ۴۴۰۷ نورو ته د بند په موده کې تخفیف ورکړل شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا یاد طرزالعمل د (۴۴۱۴) ګڼې حکم پر اساس د روژې مبارکې میاشتې په ۲۸مه تأیید شوی دی.