کابل (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۴): سعودي عربستان، ترکیې، سوریې، اردون او کوېټ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختر په مناسبت د لنډمهالي اوربند هرکلی کړی دی.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیحالله مجاهد تېره شپه ویلي و چې د ا ا ا، امنيتي او دفاعي ځواکونه د راتلونکي نېکمرغه کوچني اختر د راتلو په مناسبت او همداراز د منځګړو وروڼو اسلامي هېوادونو لکه سعودي عربستان، د ترکيې جمهوريت او د قطر دولت په غوښتنه د رد الظلم دفاعي عملیاتو د لنډمهاله وقفې اعلان کوي.
د سوریې بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختر په مناسبت د لنډمهالي اوربند هرکلی کوي او دا یې د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره مهم مثبت ګام بللی.
سوریې ټینګار کړی چې سیمهییزه همغږي او خبرې د سولې او ثبات لپاره مهمې دي.
د کوېټ بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختر په مناسبت د لنډمهالي اوربند هرکلی کوي او دا یې د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره یو مثبت ګام بللی.
کوېټ د سعودي عربستان، قطر او ترکیې هڅې هم ستایلې او ټینګار یې کړی چې خبرې او سولهییزې لارې د اختلافونو د حل تر ټولو غوره لار ده.
د اردن بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختر په مناسبت د لنډمهالي اوربند هرکلی کړی.
دغه هېواد د سولهییزو حللارو ملاتړ څرګند کړی او د اوربند رامنځته کولو کې یې د سعودي عربستان، قطر او ترکیې هڅې ستایلې دي.
د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختر کې د لنډمهالي اوربند د اعلان هرکلی کړی.
ریاض د دواړو لورو مثبت غبرګون ستایلی او ټینګار یې کړی چې خبرې او سولهییزې لارې د شخړو د حل تر ټولو غوره لار ده.
دغه هېواد ویلي چې د سیمې د سولې، امنیت او ټیکاو لپاره به خپلې ډیپلوماتیکې هڅې جاري وساتي.
ترکیې هم له یاد اوربند هرکلی کړی هیله یې څرګند کړې چې دواړه هېوادونه ورته ژمن پاتې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP