کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۵): د ریاستالوزراء اداري مرستیال د پلچرخي له زندان څخه د ليدنې پر مهال ټینګار کړی چې اړوند مسوولین دې د اصولو په چوکاټ کې د بنديانو وضعیت ته رسېدنه وکړي، د هغوی حقونه دې په پام کې ونیسي او هڅه دې وکړي چې بندیانو ته زدهکړو، روزنې او بېلابېلو مسلکونو د زدهکړې زمینه برابره کړي.
ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د پلچرخي زندان او د هغه له بېلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه او د بنديانو وضعیت یې له نږدې وڅېړه.
سرچینې زیاته کړې چې هغه له یو شمېر بنديانو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې، د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل او هغوی ته یې سپارښتنه وکړه چې له ازادېدو وروسته د ټولنې د فعالو او ګټورو غړو په توګه خدمت وکړي او هڅه وکړي چې زدهکړې او بېلابېل کسبونه زده کړي.
حنفي همداراز ټینګار کړی چې اړوند مسوولین مکلف دي چې د اصولو په چوکاټ کې د بنديانو وضعیت ته رسېدنه وکړي او د هغوی حقونه په پام کې ونیسي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP