Language

خوست کې سږ کال په هوایي ډزو د نجونو د په نوم کولو هیڅ پېښه نه ده ثبت شوې

خوست‌ښار (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۵): د خوست امنیه قومانداني وایي چې روان لمریز کال په دغه ولایت کې د هوايي ډزو له لارې د نجونو «په نوم کولو» هیڅ پېښه نه ده ثبت شوې او ټینګار کوي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي د داسې ناسمو دودونو له مخې نجونې جبري نکاح ته اړې کړي.

په هوایي ډزو د نجلۍ په نوم کول

د افغانستان په ځینو سیمو کې کله چې یوه پېغله نجلۍ کوژدنه شي، نو د هلک کورنۍ د کوژې اعلان په هوایي ډزو کوي او په یوه ډول د دواړو کورنیو رضایت او خوښي څرګندوي، خو ځیني کسان بیا پرته له دې چې د نجلۍ او هلک او یا د هغوی د کورنیو ترمنځ هوکړه شوې وي، هلک د نجلۍ د کور مخې ته هوایي ډزې کوي او خلکو ته دا پیغام ورکوي چې ګواګې دا پېغله د ده شوه.

وروسته له هغه چې پر پېغله د «غږ وهلې نجلۍ» نوم پورې شي، بیا څوک ورسره واده کولو ته زړه نه ښه کوي؛ ځکه که څوک واده ورسره کوي، نو ځان ته د هغه هلک د کورنۍ دښمني اخلي چې د نجلۍ د خپلولو په موخه یې ډزې کړې دي.

دا پېښې ډېرې هغه وخت کېږي چې د نجلۍ کورنۍ د بېلابېلو لاملونو له امله خپله خور یا لور هلک ته نه ورکوي او هلک هم بیا په یوه ډول له زوره کار اخلي او هڅه کوي چې د ډزو له لارې نجلۍ خپله کړي.

خوست یو له هغو ولایتونو دی چې ورته پېښې په کې شوې دي.

پژواک د ۱۴۰۳ کال په کب میاشتې یو راپور خپور کړ چې په تېرو دوو کلونو کې یوازې په خوست ولایت کې ۱۱ دغه ډول پېښې ثبت شوې وې.

احرار: روان کال په ډزو د نجونو د په نوم کولو هیڅ پېښه نه ده ثبت شوې

د خوست د امنیې قوماندانۍ وياند طاهر احرار پژواک ته وويل، په تېر یوه کال کې په دغه ولايت کې له ښځو سره د تاوتريخوالي دا ډول هيڅ پېښه نه ده ثبت شوې.

هغه وویل، د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته په دغه ولایت کې د هغو کسانو پر وړاندې جدي اقدامات شوي چې د نجونو د په نوم کولو لپاره یې هوايي ډزې کړې دي.

احرار وایي په تېر  ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ لمريزو کلونو کې دغه ډول ۱۱ پېښې ثبت شوې چې زياتره يې د جرګو له لارې حل شوې او نجونې له دې ډول کسانو خلاصې شوې دي.

د ده په خبره‎ چې یادې پېښې د اسلامي امارت له بیاواکمنۍ مخکې شوې وې، خو امنیې قوماندانۍ یې وروسته له هغه په اړه اقدام وکړ چې د پېښو د قربانیانو کورنۍ عارضې شوې.

د امنيې قوماندانۍ وياند دغه‌راز وويل، دوی چا ته اجازه نه ورکوي چې د دغه ډول ناسمو دودونو له مخې ښځې له خپلې خوښې پرته جبري نکاح ته اړې کړي او له هیلو سره يې لوبې وشي.

د خوست د امر بالمعروف، نهي ‌عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست د شخړو د حل کمېسیون مشر مفتي سخي‌الله هم وایي، واده باید د دواړو لورو په خوښه او رضایت وشي او د زور، ګواښ او ډزو له لارې د واده هڅه کول له شرعي پلوه د منلو وړ نه ده.

هغه وايي: «دغه کړنه د يو ازاد انسان په حق کې ظلم او جبر دی؛ د شريعت له نظره ناروا دی، بلکې ټولنه فساد طرف ته بيايي.»

دی وایي چې اسلامي امارت هیچا ته د دې ډول کړنو ترسره کولو اجازه نه ورکوي.

د خوست يو قومي مشر توريالي منګل هم وایي، ‎ له مېرمنو سره د تاوتريخوالي دا بڼه په پښتنې ټولنه کې له پخوا څخه وه او دغه کار ډېر د زورواکو له لورې ترسره کېده.

دی وایي: «د قومي مشرانو په دې اړه هر وخت قاطع دريځ دا دی چې دا يو ناروا او نامشروع عمل دی. مرتکب د دغه جرم په څلور کتابه ناروا او ګبرجن بلل کېږي او د مظلوم لاس نيولی کېږي. قومي مشران په دې برخه کې خپل رول لوبوي او لوبولی يې هم دی.»

منګل وايي، تر اوسه هيڅ داسې نه دي شوي چې د هوايي ډزو په نوم کړل شوې نجلۍ دې هغه کس ته ورکړل شوې چې ډزې يې کړې وي.

نوموړی زياتوي چې هيڅوک باید د زور او ډزو له لارې د واده هڅه ونه کړي؛ ځکه دغه کار د کورنیو ترمنځ اوږدمهاله شخړې او دښمنۍ رامنځته کوي.

د دغه ولايت يو ټولنيز فعال نوراجان بهير هم وایي، که یو کس د نجلۍ د کور مخې ته ډزې کوي او ځان د هغې خاوند اعلانوي، دا د نجلۍ د حقونو او ازادۍ پر وړاندې څرګند ګواښ دی.

هغه وايي: «کله ناکله يو څوک د يوې کورنۍ د ځينو مشکلاتو پر اساس دا کار ترسره کوي او خدای مه کړه که دغسې واقعات وشي نو نجلۍ تر مرګه پورې بې برخليکه او بې سرنوشته ناسته وي.»

بهير ټینګار کوي چې د دې ستونزې د حل لپاره باید د عامه پوهاوي پروګرامونه زیات شي، د دیني عالمانو له لارې خلکو ته د واده د اسلامي اصولو په اړه معلومات ورکړل شي او د قانون پلي کول هم جدي شي.

د نوراجان بهير په باور، که قومي مشران، دیني عالمان، امنیتي ادارې او رسنۍ په ګډه کار وکړي، نو دا ډول نور ناوړه دودونه به هم له منځه ولاړ شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.