Language

د ویټامین ډي کمښت؛ د ښځو او ماشومانو روغتیا ته یو ګواښ

کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۵): په افغانستان کې د ویټامین ډي کمښت، په ځانګړې توګه په ښځو کې عام دی او کولی شي د هډوکو کمزوري، د عضلاتو درد او ستړیا رامنځته کړي؛ متخصصین سپارښتنه کوي چې یو انسان باید هره ورځ ځان ته لمر ورکړي او که اړتیا وي له مکملونو دې هم ګټه واخلي.

علمي څېړنې او د نړۍوال روغتیايي سازمان راپورونه ښيي چې په افغانستان کې د ویټامین ډي کمښت ډېر پراخ دی او ښځې د نارینه‌وو په پرتله ډېرې له دې ستونزې سره مخ دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پخواني مرستیال ډاکټر ماموسي زیور په ۲۰۲۲ کال کې په یوه خپره شوې مقاله کې ویلي چې په افغانستان کې ۶۴ سلنه ښځې د ویټامین ډي له کمښته کړېږي.

ویټامین ډي څه شی دي او د بدن لپاره څه اهمیت لري؟

د کابل ښار د وزیر محمداکبر خان روغتون کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر سید فریدشاه رفیعي پژواک ته وویل چې ویټامین ډي د بدن د روغتیا لپاره له مهمو ویټامینونو دي او د کلسیم په جذب، د هډوکو او عضلاتو په پیاوړتیا او د بدن د دفاعي سیسټم په ښه فعالیت کې مهم رول لري. د دغه ویټامین کمښت کولی شي د هډوکو کمزوري، د عضلاتو درد، ستړیا او د ناروغیو پر وړاندې د بدن د مقاومت کمښت رامنځته کړي.

هغه زیاته کړه چې د ویټامین ډي کمښت ښايي په پیل کې څرګندې نښې ونه لري، خو ستړیا او بې‌حالي، د هډوکو درد، په ځانګړي ډول د ملا او پښو درد، د عضلاتو کمزوري، د بندونو درد او په ماشومانو کې د هډوکو نرمي یې غلنې نښې دي.

هغه وایي چې د ویټامین ډي تر ټولو مهمه سرچینه د لمر وړانګې دي؛ کله چې خلک لږ د لمر له رڼا سره مخ شي، بدن یې ویټامین په کافي اندازه نه شي تولیدولای. همدارنګه ناسمه تغذیه، ځینې ناروغۍ لکه د ځیګر او پښتورګو ناروغۍ، پرله‌پسې زېږونونه، د عمر زیاتوالی او چاغوالی هم د ویټامین ډي د کمښت لاملونه کېدای شي.

هغه زیاته کړه، که د ویټامین ډي کمښت دوام پیدا وکړي، کولی شي د هډوکو پوکي، د هډوکو د ناڅاپي ماتېدو خطر، د عضلاتو کمزوري او د انتاناتو او ناروغیو پر وړاندې د بدن د مقاومت ټیټوالی رامنځته کړي او په ماشومانو کې د هډوکو د طبیعي ودې د ټکنۍ کېدو لامل هم شي.

د ویټامین ډي کمښت په ښځو کې د نارینه‌وو په پرتله زیات دی

ډاکټر رفیعي وویل: «په افغانستان او د سیمې په ډېرو هېوادونو کې د ویټامین ډي کمښت په ښځو کې زیات لیدل کېږي؛ یو مهم لامل یې دا دی چې ښځې اکثره وخت په کور او سرپټي چاپېریال کې وي او لږ د لمر له رڼا سره مخ کېږي. همدارنګه د ورزش نشتوالی، په ازاده فضا کې لږ فعالیت او د مېندوارۍ او شیدو ورکولو پر مهال د بدن زیاته اړتیا هم نور عوامل بلل کېدای شي.»

په همدې حال کې، په کابل ښار کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر نثاراحمد ظهیر وویل: «ویلی شم چې د ویټامین ډي کمښت په ښځو کې د نارینه‌وو په پرتله زیات دی؛ زما ډېری ناروغان ښځې دي چې د ویټامین له کمښت سره مخ دي؛ ځکه ډېرې ښځې لږ ځان د لمر وړانګو ته ورکوي.»

له بلې خوا، په کابل ښار کې د نسایي ولادي ناروغیو یوه متخصصه فرزانه دراني وایي چې په افغانستان کې د لمر له ډېر شتون سره سره د ژوند د طریقې، محافظتي پوښاک او کله ناکله د مناسبې تغذیې نشتوالي له امله د ویټامین ډي کمښت د نارینه‌وو په پرتله په ښځو کې زیات دی.

د ویټامین ډي کمښت څنګه پوره کېدای شي؟

ډاکټر رفیعي وویل، د ویټامین ډي کمښت یوه عامه ستونزه ده، خو له نېکه مرغه مخنیوی او درملنه یې ممکنه ده. هغه سپارښتنه وکړه چې د دغه کمښت د جبران لپاره باید هره ورځ لږ تر لږه له ۱۵ تر ۳۰ دقیقو پورې ځان د لمر وړانګو ته ورکړل شي، د ویټامین ډي لرونکي خواړه لکه ماهي، هګۍ، شیدې او لبنیات وکارول شي او منظم بدني فعالیت وشي.

هغه د دغه ویټامین د دوامدار کمښت د نښو په یادولو سره سپارښتنه وکړه چې په لیدو یې باید ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وشي څو درملنه یې وشي.

هغه کسان چې د ویټامین ډي له کمښت سره مخ دي

د کابل ښار د دارالامان سیمې اوسېدونکې فرشتې احمدي وویل: «څه موده مخکې مې ډېره ستړیا او د بندونو درد درلودل، ډاکټر ته ولاړم، هغه راته د ویټامینونو معاینات وکړل، معلومه شوه چې د ویټامین ډي کمښت لرم. ډاکټر وویل چې زما د بندونو درد او ډېره ستړیا د همدې ویټامین د کمښت له امله ده. درمل یې راکړل او سپارښتنه یې وکړه چې هره ورځ ۳۰ دقیقې مستقیم لمر ته کښېنم، اوس الحمدالله ښه شوې یم.»

په همدې حال کې، د کابل ښار د تایمني سیمې اوسېدونکې مرسل پژواک ته وویل: «زما ملا او پښو درد کاوه، کله چې ډاکټر ته ولاړم، له معایناتو وروسته معلومه شوه چې بدن کې مې ویټامین ډي کم دي؛ ډاکټر د درملو راکولو ترڅنګ سپارښتنه وکړه چې هره ورځ باید شل دقیقې ځان لمر ته ورکړم.»

د سرچینې په وینا، اوس له څو میاشتو وروسته یې دردونه تر یوه بریده ښه شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.