کابل (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۵): یو شمېر افغان سیاسي شخصیتونو، د پوهنتون استادانو، مدني فعالانو او قومي مشرانو نن په کابل کې پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د وروستیو بریدونو په تړاو د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر ته اعتراضلیک وسپاره.
د پاکستان پوځي رژیم د تېرې کب میاشتې په ۲۵مه د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د روږدو درملنې پر یوه مرکز برید وکړ چې له امله یې ۴۰۰ کسان شهیدان او ۲۵۰ نور ټپیان شول.
پاکستان له یاد برید مخکې او وروسته هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې بریدونه کړي او هر وار یې ملکي کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
د افغانستان یو شمېر سیاسي شخصیتونو، د پوهنتون استادانو، مدني فعالانو او قومي مشرانو نن په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) دفتر ته د پاکستان د یادو بریدونو په تړاو یو اعتراضلیک وسپاره.
په لیک کې راغلي چې پر افغانستان دې د پاکستان پوځي رژیم هوايي او ځمکني بریدونه د ملګرو ملتونو سازمان، غړو هېوادونو او د بشر حقونو نړیوالو بنسټونو له لوري په سختو ټکو وغندل شي، او د پاکستان له لوري دې په راتلونکي کې د هر ډول پاروونکو اقداماتو او تحرکاتو مخه په جدي ډول ونیول شي.
لیک زیاتوي، د ملګرو ملتونو د منشور د دویمې «۴» مادې پر بنسټ دې د افغانستان ملي حاکمیت او ارضي تمامیت ته په ټوله معنا درناوی وشي.
سرچینه زیاتوي، د مارچ په ۱۶مه دې د معتادینو د درملنې پر ۲۰۰۰ بستریز روغتون د پاکستان پوځي رژیم هوايي برید په بې پرې او هر اړخیز ډول د اړوندو نړۍوالو سازمانونو له لوري وڅېړل شي.
په لیک کې دغه راز لیکلي: «د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او ښکېله پوځي کړۍ دې په افغانستان کې د ترسره شوو جنګي جنایتونو پر بنسټ د جرمونو نړیوالې محکمې ته ور وپېژندل شي او د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او ښکېله کړۍ دې د سیمهییز او نړیوال امنیت او ثبات د سبوتاژ په موخه په شدیده توګه مجازات شي.»
دوی زیاته کړې، د پاکستان پوځي رژیم دې په هوايي بریدونو کې د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته جنګي غرامت ورکړي. په دې تړاو د نړیوالو بشري حقونو د مدافع بنسټونو او اړوندو محاکمو پوره پاملرنه غواړي چې یاده قضیه په جدي توګه تعقیب کړي.
یادو سیاسي شخصیتونو په لیک کې لیکلي، پاکستان دې په کور دننه د خپلو ناکامیو او امنیتي خلاوو پړه پر افغانستان نه اچوي، او د افغانستان خاوره د هېچا پر ضد نه کارول کېږي.
هغوی دغه راز وویل، د پاکستان پوځي رژیم دې په سیمه کې د ناامنۍ او بېثباتۍ پروژې نه پلي کوي او د «ترهګرۍ» له سیاست څخه دې لاس واخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP