Language

عراقچي: د هرمز تنګی نه دی تړل شوی

کابل (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۵): د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د هرمز تنګی نه دی تړل شوی او له دغه مسیره د بېړيو د تګ راتګ درېدنه یا ځنډ د بیمه‌يي شرکتونو د هغو اندېښنو له امله دی چې د بل چا له خوا پيل شوې جګړې پورې تړاو لري، نه د ایران.

د امریکا متحدپ ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون خبرداری ورکړی و چې که ایران په ۴۸ ساعتونو کې د هرمز تنګی په بشپړه توګه او له ګواښ پرته نه پرانیزي، امریکا به د دغه هېواد د برېښنا تولیدي مرکزونه په نښه کړي.

د دغو څرګندونو په غبرګون کې د ایران پوځ هم اعلان کړی و چې که د دغه هېواد د انرژۍ پر تاسیساتو برید وشي، نو په سیمه کې به د امریکا ټولې د انرژۍ اړوند زېربناوې په نښه کړي.

په همدې حال کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي پر اېکس‌پاڼه په خپور کړي پیغام کې لیکلي: «د هرمز تنګی نه دی تړل شوی؛ کښتۍ تګ راتګ کوي؛ ځکه چې بیمه‌کوونکي له هغې اختیاري جګړې څخه وېرېږي چې تاسو پیل کړې ده، نه ایران.»

د هغه په وینا، د کښتیو ازادي د سوداګرۍ له ازادۍ پرته معنا نه لري او هغه هېوادونه چې دا دواړه اصول رعایت نه کړي، باید د هغو له ګټې اخیستنې تمه هم ونه لري.

عراقچي خبرداری ورکړی چې تهران به د فشار او ګواښ پر وړاندې شاتګ ونه کړي او د سمندري لارو امنیت یوازې د متقابل درناوي په صورت کې تضمینېدای شي.

هغه زیاته کړې: «هیڅ بیمه‌يي شرکت او هېڅ ایرانی به د لا زیاتو ګواښونو په وسیله قانع نه شي. د ګواښ پر ځای د درناوي لاره وازمویئ.»

د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو لارو څخه دی چې له لارې یې نفت او ګاز لېږدول کېږي.

ایراني چارواکو ویلي چې دا تنګی د ټولو هېوادونو پر مخ خلاص دی، خو د امریکا او د هغې د متحدانو اړوند کښتیو ته د تېرېدو اجازه نه ورکول کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.