کابل (پژواک، ۳ حمل ۱۴۰۴): د «ایر کاناډا اکسپرس» مسافروړونکې الوتکه د امریکا د نیویارک په لاګاردیا هوايي ډګر کې پر رنوی د ناستې پر مهال له یوه موټر سره ټکر شوې او له امله یې د دغه هوایي ډګر ټولې الوتنې ځنډول شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، دغه الوتکه چې د کاناډا له مونتریال ښار څخه نیویارک ته روانه وه، د لاګاردیا هوايي ډګر پر رنوی د ناستې پر مهال له یوې ځمکنۍ وسیلې سره ټکر شوې ده.
د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې (FAA) ویلي چې د یوه بېړني حالت له امله یې په دې هوايي ډګر کې د ټولو الوتنو د ځنډولو امر کړی.
د دې ادارې په وینا، دغه ځنډ به د ګرینویچ پر وخت تر ۰۵:۳۰ پورې دوام وکړي او د غځېدو احتمال یې هم شته.
یادې ادارې په یوه بله خبرپاڼه کې زیاته کړې چې کېدای شي لاګاردیا هوايي ډګر د ګرینویچ پر وخت تر ۱۸:۰۰ پورې هم تړلی پاتې شي.
د یادې پېښې په اړه جزییات نه دي خپاره شوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP