Language

د پاکستان له بند‌خونو ۸۲ افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شول

کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۵): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، روانه اونۍ د پاکستان له بند‌خونو ۸۲ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

کډوالو وزارت نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د کندهار د کډوالو ریاست د سپین‌بولدک د لېږد امریت د مسوولینو په خبره، یاد کسان د استوګنې اسنادو نه درلودلو له امله بندیان شوي وو.

سرچینې زیاته کړې، یاد کسان له ازادېدو او په دغه امریت کې له ثبت او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ولېږدول شول.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل په نهمه هم د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي وو چې د پاکستان له بندخونو ۸۴ کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.