Language

پروان کې د مخابراتي شبکو په نوم د درغلۍ شپږ کسیزه ډله ونیول شوه

چاریکار (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۴): د پروان امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې یې هغه شپږ کسیزه ډله نیولې چې ځانونه به یې د مخابراتي شبکو استازي معرفي کول او د جعلي ډالیو په پلمه یې له خلکو سلګونه زره افغانۍ اخیستې دي.

د پروان ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې عمومي مدیریت منسوبینو، د خلکو د عرایضو او دوامداره څارنې په پایله کې، د کریډیټ کارتونو د غلا او فریبکارۍ یوه شپږ کسیزه ډله نیولې ده.

د خبرپاڼې له مخې، یادو کسانو به ځانونه د مخابراتي شبکو استازي معرفي کول، خلکو ته به یې د ډالیو د ګټلو کاذبې او دروغ وعدې ورکولې او له همدې لارې به یې له هغوی څخه د پیسو غوښتنه کوله.

یادې قوماندانۍ لیکلي چې دغه ډله د ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ترسره شویو عملیاتو پر مهال نیوې شوې ده او له هغوی نږدې ۴۰ سیمکارټونه او ۱۹ ګرځنده ټیلیفونونه هم ترلاسه شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې یادو کسانو په منظم او مسلکي ډول فعالیت کاوه او له دې لارې یې له هېوادوالو څخه سلګونه زره افغانۍ اخیستې دي.

سرچینه لیکي چې د نیول شویو کسانو دوسیې تر څېړنو لاندې دي او تر بشپړولو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.