Language

د اروپایي کمېسیون مشرې له ایران سره د مذاکراتو د پیل او تاوتریخوالي کمېدو غوښتنه کړې ده

کابل (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۵): د اروپایي اتحادیې د کمېسیون مشرې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره له ایران سره د مذاکراتو د پیل او د تاوتریخوالي کمېدو غوښتنه کړې ده.

د تسنیم د راپور له مخې، د اروپایي کمېسیون مشرې اورسلا فون درلاین ویلي، اوس وخت رارسېدلی چې ښکېل لوري بېرته د خبرو مېز ته وګرځي او خصومتونو ته د پای ټکی کېږدي.

هغې زیاته کړې چې اوسني وضعیت د نړۍ د انرژۍ پر عرضې جدي اغېزې کړې دي او د هغې پایلې، لکه د نفتو او ګازو د بیو لوړوالی، پر سوداګریزو چارو او ټولنو هم محسوسې دي.

د اروپایي کمېسیون مشرې ټینګار کړی چې د خبرو اترو له لارې د حل‌لارې موندل د جګړې د پای ته رسولو او د ثبات د ټینګښت لپاره ډېر مهم دي.

د راپورونو له مخې، پر ایران د امریکا او اسرائیل د جګړې له پیله راهیسې لږ تر لږه دوه زره او ۲۳۱ کسان په ایران، شاوخوا یو زرو او ۳۹ کسان په لبنان او ۶۰ کسان په عراق کې وژل شوي دي؛ همدارنګه ۱۶ کسان په اسرائیل کې او ۱۳ امریکايي وګړي هم وژل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.