Language

د اختر ورځو کې شاوخوا ۲.۳ میلیون سیلانیانو د هېواد له تفریحي سیمو لیدنه کړې ده

کابل (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۴): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د کوچني اختر ورځو کې شاوخوا ۲.۳ میلیونه کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د هېواد له تفریحي سیمو او طبیعي جاذبو لیدنه کړې ده.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د سیلانیانو دغه شمېر د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي او د سیاحت د ودې او پیاوړتیا څرګندونه کوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسوولینو د چاپېریال‌ساتنې، د عامه ځایونو د پاکوالي او د سیاحتي جاذبو د ساتنې لپاره د خلکو پر همکارۍ د ټینګار ترڅنګ ویلي چې د امنیتي ادارو په پوره همکارۍ او هڅو سیلانیانو د کوچني اختر په ورځو کې د هېواد ګوټ ګوټ ته په پوره ډاډ سفرونه وکړل.

یاد وزارت لیکلي چې هڅې کوي د هېواد په کچه د ګرځندوی سکټور پراخ، پیاوړی او سیلانیانو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.