Language

امریکا ایران ته د اوربند ۱۵ ماده‌ییزه طرحه وړاندې کړې ده

کابل (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت ایران ته د اوربند یوه ۱۵ ماده‌ییزه طرحه وړاندیز کړې ده.

یوې باخبره سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي اسوشیټېډ پرېس ته ویلي چې دا طرحه د پاکستان له لارې د منځګړو په وسیله ایران ته رسول شوې ده.

د راپور له مخې، پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د نوو خبرو د منځګړي په توګه وړاندیز شوی دی.

د یادې سرچینې په خبره، د اسراییل هغه چارواکي چې د ایران پر ضد د جګړې د دوام لپاره یې د ډونالډ ټرمپ ملاتړ کاوه، د اوربند د دې طرحې له وړاندې کېدو حیران شوي دي.

په راپور کې راغلي چې ټاکل شوې د امریکا پوځ نږدې زر نور سرتېري منځني ختیځ ته واستوي.

سپینې ماڼۍ تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

ایراني چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو له دې مخکې د ایران اسلامي شورا د مجلس رئیس محمدباقر قالیباف ویلي وو: «زموږ خلک غواړي چې یرغلګرو ته  پښېمانه‌کوونکې او بشپړه سزا ورکړل شي.»

هغه ټینګار کړی و چې له امریکا سره هیڅ ډول خبرې نه دي ترسره شوې.