کابل (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په روانه اونۍ کې ۴۲۶ افغان کډوال د پاکستان له بندخونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو وزارت نن پر خپله اېکسإپاڼه لیکلي، د کندهار د کډوالو چارو ریاست د سپینبولدک لېږد امریت د معلومات له مخې، دغه کسان له یوې ورځې تر دوو میاشتو بندیان وو.
سرچینې زیاته کړې چې یاد کسان له ازادېدو او په یاد امریت کې تر ثبت او د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.
دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو او راستندونکو چارو وزارت د تېرې کب میاشتې په ۲۷مه هم ویلي وو چې د پاکستان له بندخونو ۳۰۰ افغان کډوال ازد شوي دي.