Language

میا افتخار حسین: د افغانستان او پاکستان اختلافات باید د خبرو اترو له لارې حل شي

کابل (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۵): د پاکستان د عوامي نیشنل ګوند ایالتي مشر میا افتخار حسین د افغانستان او پاکستان مسئله کې د سیمې او نړۍ له هېوادونو د منځګړیتوب غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې بيا به د کړکېچ او جګړې دوام د کنټرول وړ نه وي.

میا افتخار حسین تېره ورځ په نوښار کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ زیاتوالی د هيڅ یوه هېواد په ګټه نه دی.

هغه د اختر په ورځو کې له اوربنده سرغړونه اندېښمنوونکې وبلله او زیاته یې کړه: «موږ اوس پاکستان ته، چې زموږ هېواد او حکومت دی، او افغانستان ته هم وایو چې جګړه ودروي… که دواړه اړخونه جګړه پای ته نه رسوي، موږ درېیمو لورو ته وایو چې منځګړیتوب وکړي، که نه جګړه به ډېره خطرناکه شي.»

هغه د شوروي پر وړاندې د افغانستان د خلکو جهاد او د تېرو ۲۰ کلونو په اوږدو کې د امریکا پر وړاندې د طالبانو مقاومت ته په اشاره وویل: «افغانستان هر څه چې وو، خپله مقابله وکړه او پاکستان په هغه وخت کې ورسره دوست و، خو اوس یې ترمنځ غلط فهمي رامنځته شوې ده.»

هغه وویل چې اوس په پاکستان کې بېلابېل ترهګریز موجودیتونه شته چې د نظام د پرځولو هڅه کوي، نو پاکستان مسوولیت لري چې د ترهګرۍ ختمولو هڅه وکړي، خو په دې برخه کې باید خپله پالیسي بدله کړي. پاکستان باید په خپله خاوره کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړي او د افغانستان حکومت باید په خپله خاوره کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړي.

هغه له دواړه هېوادونو وغوښتل چې د یو بل حاکمیت ته درناوی وکړي او خپل اختلافات د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.

میا افتخار حسین زیاته کړه: «په دې شرایطو کې که کومه تېروتنه وکړو او بلې جګړې ته لاړ شو… جګړه به داسې وي چې سرونه به مو یو بل وخوري او کنټرول به یې سخت وي… افغان او پاکستاني چارواکي دې پر یوه مېز کیني او خبرې اترې دې وکړي، څو وضعیت نور هم خراب نه شي.»