Language

پر ایران د امریکا او اسرائیل بریدونه؛ تر اوسه نږدې دوه زره کسان وژل شوي

کابل (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د سره صلیب او سرې میاشتې نړۍوال فدراسیون وایي چې پر ایران د امریکا او اسرائیل بریدونو له پیله راهیسې په دغه هېواد کې له یو زرو او ۹۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، دغه شمېره د سره صلیب او سرې میاشتې نړۍوال فدراسیون یوې چارواکې ماریا مارټینز د ایران د سرې میاشتې له‌خوا د وړاندې شوو معلوماتو پر بنسټ په ډاګه شوې ده.

په راپور کې دغه‌راز راغلي چې د دغو بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۲۰ زره نور کسان ټپیان شوي دي.

د مارټینز په خبره، د ایران سره میاشت د یوازېني ملي بشردوستانه بنسټ په توګه چې د جګړو د شدت پر مهال په ټول هېواد کې فعالیت کوي، خپلو مرستو ته دوام ورکوي.