Language

درې خبریالان پر لبنان د اسرائیلو په برید کې ووژل شول

کابل (پژواک، ۹ حمل ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د لبنان په جنوب کې د خبریالانو پر یوه موټر د اسرائیلو په هوايي برید کې درې خبریالان وژل شوي دي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، په دې برید کې د المنار خبریال علي‌حسن شعیب، د المیادین ټلوېزیون خبریاله فاطمه فتوني او د هغې ورور محمد فتوني چې  ویډیو خبریال و، د اسرائیلو د توغندي د لګېدو له امله پر خپل موټر کې وژل شوي دي.

د راپور له مخې، د اسرائیلو پوځ پر علي‌حسن شعیب برید تایید کړی، خو په دې برید کې د نورو دوو خبریالانو د وژل کېدو یادونه نه ده کړې.

په همدې حال کې، د لبنان ولسمشر جوزف عون ویلي چې یادو خبریالانو خپله مسلکي دنده ترسره کوله.

هغه ویلي: «دا یو بې‌شرمانه جنایت دی چې ټول هغه تړونونه او معیارونه نقضوي چې له مخې یې خبریالان په جګړه کې د نړیوال ملاتړ څخه برخمن وي.»