کابل (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۵): د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې د سوداګرو ستونزو د حل غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن (سهشنبه) پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د دې خونې عمومي رییس سیدکریم هاشمي د هېواد د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدلي او خبرې یې ورسره کړې دي.
هاشمي په دې لیدنه کې د سوداګرو او پانګهوالو مهمې ستونزې او غوښتنې د بهرنیو چارو له وزیر سره شریکې کړې او له دغه وزارته یې غوښتي چې د شته خنډونو لرې کولو او په بهر کې د افغان سوداګرو د سوداګریزو چارو د اسانتیا لپاره لا ډېره همکاري وکړي.
هغه همداراز د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی دی.
د سرچینې په خبره، مولوي امیرخان متقي په دې لیدنه کې له خصوصي سکټور سره همکارۍ ته چمتووالی څرګند کړ او ژمنه یې وکړه چې د بهرنیو چارو وزارت به له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د هېواد په بهر کې د سوداګرو ستونزو د حل او سوداګرۍ د چاپېریال ښهوالي لپاره اړینې هڅې وکړي.