کابل (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د ایران پارلمان د ملي امنیت کمېسیون د هرمز تنګي له لارې له تېرېدونکو بېړیو د محصول اخیستو طرحه تصویب کړې ده.
د ایران پارلمان د ملي امنیت کمېسیون لهخوا د هرمز تنګي له لارې له تېرېدونکو بېړیو د محصول اخیستو طرحې تصویب دا معنا لري چې د نړۍ له مهمو نفتې لارو څخه په یوه کې د بېړیو د تېرېدو پر وړاندې د فیس اخیستو موضوع تر څېړنې لاندې نیول شوې ده.
د یاد کمېسیون یوه غړي دا موضوع د فارس خبري اژانس ته تأیید کړې او ویلي یې دي چې په دې طرحه کې د امریکا او اسرائیل د بېړیو پر تګراتګ د بندیز موضوع هم شامله ده.
د راپور له مخې، هغه هېوادونه چې پر ایران د «یو اړخیزو بندیزونو» لګولو کې یې برخه اخیستې ده، هم له دې لارې د تېرېدو اجازه ونه لري.
د راپور له مخې، عمان به د دې طرحې د حقوقي رژیم په جوړښت کې همکاري وکړي.
د یادونې ده، هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو دی چې فارس خلیج د عمان له سمندر او د هند له سمندرګي سره نښلوي.
دا سمندري لاره د نړۍ د انرژۍ په سوداګرۍ کې حیاتي رول لري؛ ځکه د نړۍ شاوخوا یو پر پنځمه برخه نفت له همدې لارې لېږدول کېږي.