کابل (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ویلي چې له ایران سره جګړه به تر راتلونکو دوو یا درېیو اونیو پورې پای ته ورسېږي او د هرمز تنګي اړوند مسایلو د حل مسؤولیت نورو هېوادونو ته سپاري.
د بلومبورګ د راپور له مخې، د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ترمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي چې د هرمز تنګي د پرانیستو مسؤولیت به هغو هېوادونو ته وسپاري چې له دغه تنګي استفاده کوي.
نوموړي زیاته کړې: «زه وایم چې تر دوو اونیو پورې، ښايي دوه اونۍ، یا هم درې اونۍ وروسته، موږ به له هغه ځایه ووځو.»
هغه دا ادعا هم کړې چې امریکا په ایران کې خپلو پوځي اهدافو ته رسېدلې ده.
له بلې خوا، د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې ډونالډ ترمپ به نن ماښام له ایران د جګړې په تړاو خلکو ته وینا وکړي.