کابل (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۵): ایرلنډي رسنیو راپور ورکړی چې دوه افغان وروڼه د ایرلنډ د کلر سیمې په سواحلو کې د کب نیولو پر مهال د سمندر څپو لاندې کړي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د دغو رسنیو د راپور له مخې، دغه دوه وروڼه تاجالدین صافي او صلاحالدین صافي نومېدل چې شاوخوا یوه لسیزه مخکې ایرلنډ ته کډه شوي وو او په لېمریک ښار کې یې ژوند او کار کاوه.
په راپور کې راغلي چې دا پېښه د سهشنبې په ورځ هغه مهال شوې چې یاد وروڼه د کلر سیمې په سواحلو کې د ډبرو ترڅنګ پر کب نیونه بوخت وو او د سمندر سختو څپو لاندې کړي دي.
د «دوراس» د ملاتړي بنسټ اجرائیه مشر جان لانون دغه وروڼه د لېمریک د ځايي ټولنې د درناوي وړ غړي بللي او ویلي یې دي چې هغوی د خلکو په منځ کې د ښو اخلاقو او نېک چلند له امله پېژندل کېدل.
ځايي چارواکو خبرداری ورکړی چې د کلر د سواحلو ځینې سیمې د ناڅاپي څپو له امله خطرناکې دي او له خلکو یې غوښتي چې د کب نیولو یا سمندر ته د نږدې کېدو پر مهال احتیاط وکړي.