کابل (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۴۵): د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر په ننګرهار کې یوه غونډه کې د پاکستان پر وړاندې د خلکو د ملاتړ ستاینه کړې او ویلي یې دي چې افغانان ټول مجاهدین دي، دوی هر وخت د جهاد او مبارزې له لارې د دُښمن ملا ور ماته کړې ده.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ د ننګرهار ولایت له علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو سره ناسته کړې ده.
خبرپاڼه کې راغلي، د دې ناستې په ترڅ کې نوري پر هېواد د پاکستان پوځي رژیم د وروستیو بریدونو پر مهال د ولسونو د ملاتړ او اتحاد ستاینه او د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یې د خلکو له هر اړخیز ملاتړ او د دوی له درنو احساساتو مننه وکړه.
هغه ویلي: «د افغانستان ټول ولسونه مجاهدین دي، دوی هر وخت د جهاد او مبارزې په مټ د دُښمن ملا ور ماته کړې او خپله خپلواکي یې د ایمان او افغاني غیرت په مټ اخیستې، د افغانستان د ختیځ او لوېدیځ ولسونه زموږ اردو ده او په جهاد کې یې د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یو ځای برخه اخیستې، له همدې برکته یې لویې امپراطورۍ ماتې کړې دي.»
یاد وزارت لیکلي چې د غونډې په پای کې علماوو، قومي سپین ږیرو او د پوهنتون استادانو په خپلو خبرو کې زیاته کړه، پاکستان په افغانستان کې یو مستحکم اسلامي نظام نه غواړي او کوښښ کوي، چې د افغانانو اتحاد زیانمن کړي.
هغوي ویلي چې تل به له خپل اسلامي نظام او خاورې دفاع کوي.