Language

متقي: افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه کولای شي د سیمه‌ییزې هم‌پالنې بریالۍ بېلګه جوړه کړي

کابل (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۵): د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو د مشورتي خبرو اترو په لومړۍ غونډه کې ټینګار وکړ چې د دې ناستې موخه د ډیپلوماتیکو همغږیو پیاوړتیا، د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو پراختیا او د سیمه‌ییزې هم‌پالنې لپاره د یوې هر اړخیزې لارې نقشې جوړول دي.

د افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو د مشورتي خبرو اترو لومړۍ غونډه نن (یکشنبه) په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د معینانو او د اوزبېکستان، قرغیزستان، ترکمنستان، تاجیکستان او قزاقستان د استازو په ګډون جوړه شوه.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په دې غونډه کې وویل چې دا ناسته یو څو اړخیز سیاسي مشورتي ميکانېزم دی چې موخه یې د سیمه‌ییزو بدلونونو په اړه د نظرونو تبادله، د ډیپلوماتیکو همغږیو پیاوړتیا او د افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د همکاریو د لا پراختیا لپاره د ګډو عملي لارو لټون دی؛ په ځانګړي ډول د اقتصادي، سوداګریزو، ترانزیټي اړیکو او سیمه‌ییز اتصال برخو کې.

هغه زیاته کړه چې په تېرو نږدې پنځو کلونو کې اسلامي امارت او د اوزبېکستان، قرغیزستان، قزاقستان، تاجیکستان او ترکمنستان هېوادونو د دوه‌اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او همدارنګه د اقتصادي، ترانزیټي او سیمه‌ییزو همکاریو برخه کې مهم او اغېزناک ګامونه پورته کړي او اوس د دواړو لورو ترمنځ د فرصتونو، همکاریو او سیمه‌ییزې همغږۍ نوی روایت رامنځته شوی دی.

نوموړي څرګنده کړه چې د دې غونډې موخه د افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د سیاسي خبرو اترو او ډیپلوماتیکې همغږۍ پیاوړتیا، د نوو فرصتونو پېژندل، د اقتصادمحوره لیدلوري په چوکاټ کې د سیمه‌ییزو همکاریو پراختیا او د سیمه‌ییزو بدلونونو په اړه د نظرونو تبادله ده، څو د همکاریو له لارې ثبات او دوامدار پرمختګ پیاوړی شي.

هغه وویل: «هیله لرو چې د دې ناستې له جوړېدو سره، د افغانستان اسلامي امارت او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ټولو فرصتونو او ننګونو په ګډې ارزونې سره، د سیاسي، سوداګریزو، ترانزیټي، امنیتي او اقلیمي بدلونونو برخو کې د راتلونکو همکاریو لپاره یوه هر اړخیزه نقشه جوړه کړو.»

د متقي په وینا، افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه کولای شي د سیمه‌ییزې هم‌پالنې یوه بریالۍ بېلګه جوړه کړي.

هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت بهرنی سیاست د توازن او اقتصادمحورۍ پر اصل ولاړ دی او په کې اسلامي ورورولي، ښه ګاونډیتوب، متقابل درناوی او همکاري ټینګار کېږي او د منځنۍ اسیا هېوادونه په دې تګلاره کې ځانګړی ځای لري.

د هغه په خبره، افغانستان له پاکستان سره په هغو خبرو کې چې دا مهال د چین په نوښت په ارومچي ښار کې روانې دي، په رښتینولۍ او د حل‌لارې پر بنسټ ګډون کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: «په دې اړه زموږ دریځ ډېر روښانه دی. د افغانستان اسلامي امارت تل هڅه کړې چې ستونزې د تفاهم، خبرو اترو او د متقابل درناوي او تفاهم پر بنسټ حل کړي؛ خو د خپلې خاورې د بشپړتیا او د خپلو خلکو د دفاع حق هم خوندي ساتي.»

مولوي امیرخان متقي د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل چې افغانستان د خپل جیو-اقتصادي موقعیت په کارولو هڅه کوي د منځنۍ اسیا هېوادونه له جنوبي او لوېدیځې اسیا سره ونښلوي او برعکس، او اړینه ده چې د دوه‌اړخیزو اړیکو او همغږیو پر پراختیا سربېره پر ګډې سیمه‌ییزې سیاسي اجنډا هم کار وشي.

د هغه په خبره، دا ډول مشورتي ناستې باید په دوامداره ډول ترسره شي او افغانستان باور لري چې د همدې همکارۍ د لارې نقشې په چوکاټ کې او د ګډو امنیتي ننګونو او اندېښنو په پام کې نیولو سره، د افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د ګډ امنیتي لیدلوري په اړه هم بحث او د نظر تبادله وشي.