Language

خوست کې چاودنې څلورو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده

کابل (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۵): د خوست امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله یوه ماشومان ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپيان شوي دي.

د خوست د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه پرون د خوست د مرکز په مردیخېلو سیمه کې شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې په یاده پېښه کې یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپيان شوي دي.

امنیې قوماندانۍ لیکلي چې د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له خلکو غوښتل شوي چې له ناچاودو توکو ځانونه لري وساتي.

Related Topics