Language

بغلان کې د ترافیکي پېښې له امله پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۵): د بغلان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د دوو ټانکر موټرو د ټکر له امله پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا لس بجې د دوشي ولسوالۍ اړوند په زردسنګ سیمه کې د دوو ټانکر موټرو د ټکر له امله شوې او وروسته اورلګېدنه رامنځته شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه کې یو ټانکر په بشپړ ډول سوځېدلی او بل ټانکر د اطفایې پولیسو د پر وخت هڅو پایله کې یوازې سرسري سوځېدلی او ټانکر یې خوندي پاتې دی.

سرچینه کاږي چې د دې پېښې له امله یوه بل هېنو موټر ته هم یو څه زیان اوښتی او مړه شوي کسان د یوه کرولا موټر سپرلي وو چې په دې پېښه کې قرباني شوي دي.

امنیې قوماندانۍ لیکلي چې د پېښې په تړاو یې څېړنې پیل کړې دي.

Related Topics