Language

ایران هرمز تنګی نه پرانیزي

کابل (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، ایران حاضر نه دی چې د موقتي اوربند د یوې برخې په توګه هرمز تنګی پرانیزي؛ ځکه امریکا لا د دایمي اوربند پلي کېدو لپاره کافي چمتووالی نه دی نیولی.

رویټرز خبري اژانس د ایران د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې دغه هېواد د پاکستان د فوري اوربند وړاندیز ترلاسه کړی او اوس یې تر څېړنې لاندې دی؛ خو په دې وخت کې حاضر نه دی چې د وخت له محدودیت سره سم پرېکړه وکړي.

دغه چارواکي ویلي چې واشنګټن د دایمي اوربند لپاره کافي چمتووالی نه لري.

همدارنګه، رویټرز په بل راپور کې د یوې باخبره سرچینې له قوله لیکلي چې ایران او امریکا د پاکستان له لارې د اوربند او د شخړې د پای ته رسولو طرحه ترلاسه کړې ده.

دغې سرچینې رویټرز ته ویلي چې پاکستان یوه طرحه ترتیب کړې او د شپې په اوږدو کې یې له ایران او متحده ایالتونو سره پرې بحث کړی دی.

په راپور کې راغلي چې دغه طرحه دوه پړاوه لري: لومړی فوري اوربند او وروسته یوه ټولیزه موافقه.

سرچینې زیاته کړې: «نن باید د موافقې پر ټولو عناصرو هوکړه وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې اکسایوس هم د امریکایي، اسرائیلي او سیمه‌ییزو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې متحده ایالات، ایران او سیمه‌ییز منځګړي په دې اړه خبرې کوي چې د ۴۵ ورځني اوربند په اړه د دوه پړاویزې موافقې یوه برخه وي، څو د جګړې دایمي پای ته زمینه برابره کړي.