خوست (پژواک، ١٧ وری ١٤٠٥): په خوست ولایت کې د یوه دېوال چپه کېدو له امله درېیو ښځو ژوند له لاسه ورکړی او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز پژواک ته وويل چې دغه پېښه نن ماسپښین د دغه ولایت د متون اړوند په ګينګينۍ کلي کې شوې ده.
د هغه په خبره، یاد دېوال ځکه چپه شوی چې وروستیو ورښتونو لوند او کمزوری کړی و.
ګربز زیاتوي چې ټپیان نږدې روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.
په تېرو څو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ورستیو ورښتونو او طبیعي پېښو له امله ۱۱۰ کسان مړه او ۱۶۰ نور ټپیان شوي دي.