Language

په انجیل کې د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې ۷ تنه وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي

د کورنیو چارو وزارت وايي، نن ماسپښین د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله‌والو له لوري پر ملکي وګړو د ډزو په پایله کې ۷ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي او په تړاو یې یو شکمن کس نیول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، مفتي عبدالمتین قانع، پژواک ته ویلي چې دا برید د موټرسایکل سپرو ناپېژاندو وسله‌والو له لوري د هرات د انجیل ولسوالۍ د قبرزون کلي ته نږدې، د یو تفریحي ځای ترڅنګ پر ځایي اوسېدونکو ترسره شوی؛ هغه ځای چې خلک عموماً د جمعې په ورځو کې هلته راټولېږي.

هغه زیاته کړه: «لومړني معلومات ښيي چې ۷ تنه شهیدان شوي او ۱۳ نور ټپیان دي، چې د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک بلل شوی دی.»

قانع وايي چې دا معلومات لومړني دي او نور جزییات به وروسته خپاره شي. هغه همداراز وویل چې د دې پېښې په تړاو یو شکمن کس نیول شوی دی.

د هرات د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه د «سید محمد آقا» د زیارت په شاوخوا کې رامنځته شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې امنیتي ځواکونو سمدستي اقدام کړی، یو شکمن یې نیولی او د نورو عاملانو د پېژندنې او نیولو هڅې روانې دي.

همداراز ویل شوي چې د هرات والي شیخ مولانا اسلام‌جار او یو شمېر نورو چارواکو د هرات حوزوي روغتون ته تللي او له نږدې یې د ټپیانو وضعیت ارزولی دی.