کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۵): د ایران یو لوړپوړی پلاوی د دغه هېواد د پارلمان د رییس محمدباقر قالیباف په مشرۍ نن سهار د امریکا له متحده ایالتونو سره د خبرو لپاره اسلاماباد ته رسېدلی او امریکايي پلاوی هم د مرستیال ولسمشر جيډي ونس په مشرۍ اسلاماباد ته پر لاره دی.
د پاکستان جیو نیوز راپور ورکړی چې د محمدباقر قالیباف په مشرۍ د ایران لوړپوړی پلاوی نن شنبه اسلاماباد ته ورسېد، څو له امریکا سره د سولې په مهمو خبرو کې ګډون وکړي.
سرچینې لیکلي چې په دغه پلاوي کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم شامل دی.
رویټرز راپور ورکړی، امریکايي پلاوی چې مرستیال ولسمشر جيډي ونس یې مشري کوي او د ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویټکاف او د هغه زوم جرد کوشنر هم پکې شامل دي، په پاریس له لنډې دمې وروسته د اسلاماباد پر لور روان شوی دی.
دا خبرې اترې له هغه دوه اوونیز اوربند وروسته ترسره کېږي چې د ایران او امریکا ـ اسرائیلو ترمنځ له شاوخوا شپږو اونیو جګړې وروسته رامنځته شو. سره له دې چې پر اوربند هوکړه شوې خو د دواړو خواوو ترمنځ جدي اختلافات لا هم پر خپل ځای پاتې دي.
ایران ټینګار کړی چې امریکا باید خپلو هغو ژمنو چې د کنګل شوو شتمنیو ازادول او په لبنان کې د اوربند ټینګښت دی، هم عمل وکړي. په مقابل کې، امریکايي چارواکو د دغو خبرو د مثبتې پایلې هیله څرګنده کړې، خو خبرداری یې ورکړی چې «هر ډول دوکه» به د منلو وړ نه وي.