Language

په کابل کې د افغانستان او اوزبېکستان د سوداګریزو پلاوو ګډه غونډه وشوه

کابل (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۵): په کابل کې د افغانستان او اوزبېکستان د سوداګریزو پلاوو ګډه غونډه کې دواړو لورو د اقتصادي همکاریو پر پراختیا، د صادراتو پر زیاتوالي او د سوداګرو د ستونزو، په ځانګړي ډول د ویزې او ترانزیټ برخو کې د ستونزو د حل پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د اوزبېکستان له لوري د اندیجان ولایت والي، شهرت عبدالرحمانوف، د هغه هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس دوران وهابوف او شاوخوا ۶۰ سوداګرو او پانګه‌والو ګډون کړی و.

د خبرپاڼې له مخې، د اندیجان والي د اوزبېکستان د اقتصادي ظرفیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل چې پکې د باروړونکو او ترانسپورټي وسایطو تولید، نساجي صنعت، کرنیز محصولات، د چرګ غوښه، د درملو او خوراکي توکو تولید، سمنټ او نور ساختماني مواد شامل دي.

د سرچینې په وینا، هغه همدارنګه افغانستان ته د صادراتو زیاتولو او د ګډو پانګونو د پراختیا لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړ.

د افغانستان د پانګونې خونې مرستیال ارین زړګي عظیمي د ورته غونډو پر دوام او د سوداګریزو اړیکو او ګډو پانګونو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دواړو هېوادونو سوداګرو د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې برخو کې شته ستونزې، په ځانګړي ډول د افغان سوداګرو لپاره د ویزو د صادرولو ستونزې مطرح کړې او د دواړو هېوادونو له حکومتونو یې د دغو مسایلو د حل غوښتنه کړې ده.

سرچینې زیاته کړې چې د غونډې په پای کې د اندیجان والي، د اوزبېکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ژمنه وکړه چې د شته ستونزو د حل او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره به هر اړخیزې هڅې وکړي.