Language

کاپیسا کې یوه سړي خپل زوی په ډزو وژلی او نیول شوی

محمودراقي (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۵): د کاپیسا امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز کې یو سړی، وروسته له هغه چې خپل زوی یې د ښکاري ټوپک په وسیله وواژه، د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو.

د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو امریت خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه نن سهار شاوخوا ۷:۰۰ بجې د دغه ولایت د مرکز محمودراقي اړوند په دادوخېلو کلي کې شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، د عبدالمقیم په نوم د سیمې یوه اوسېدونکي خپل زوی مهاجر د ښکاري ټوپک په ډزو وژلی دی.

امنیې قوماندانۍ لیکلي چې د لومړۍ امنیتي حوزې منسوبین سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلي او د قضیې عامل یې نیولی دی.

سرچینه زیاتوي چې دغه قضیه د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو د مدیریت له خوا هر اړخیزه څېړل کېږي څو د پېښې ټول ابعاد روښانه شي.

د کاپیسا امنیې قوماندانۍ ټینګار کړی چې امنیتي ځواکونه شپه او ورځ د خلکو د امنیت د ټینګښت لپاره په خدمت کې دي او له هر ډول جنايي جرمونو سره پرېکنده او پر وخت چلند کوي، څو په ولایت کې ثبات او امنیت لا پیاوړی شي.

Related Topics