کابل (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د امریکا استخباراتي سرچینو ادعا کړې چې چین ایران ته د نوو هوايي دفاعي سیسټمونو لېږل ارزوي؛ ډونالډ ټرمپ ويلي چې که چین داسې کار وکړي، له «جدي پایلو» سره به مخ شي او بیجینګ بیا دا موضوع رد کړې ده.
سياېناېن پرون (شنبه) د هغو درېیو کسانو چې د امریکا له وروستیو استخباراتي ارزونو سره بلد دي، له قوله راپور ورکړی چې چین په راتلونکو څو اونیو کې ایران ته د نوو هوايي دفاعي سیسټمونو د سپارلو لپاره چمتووالی نیسي.
له دغو سرچینو دوو یې سياېناېن ته ویلي، داسې نښې شته چې بیجینګ هڅه کوي دا سیسټمونه د درېیمو هېوادونو له لارې ولېږدوي، څو د هغوی اصلي سرچینه پټه وساتي.
سرچینو زیاته کړې، هغه سیسټمونه چې چین یې لېږلو ته چمتووالی نیسي، د هوايي دفاع توغندیو (له اوږې ویشتل کېدونکی) سیسټمونه دي چې د MANPAD په نوم پېژندل کېږي.
په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبریالانو ته ویلي چې که بیجینګ تهران ته وسلې واستوي، له «پایلو» سره به مخ شي.
هغه فلوریډا ته د تګ پر مهال له سپینې ماڼۍ د وتلو پر مهال ویلي: «که چین دا کار وکړي، له لویو ستونزو سره به مخ شي، سمه ده؟»
هغه په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
له بلې خوا، راپور وايي چې په واشنګټن کې د چین د سفارت ویاند دا ادعا رد کړې ده.
هغه ویلي: «چین هيڅکله د جګړې هیڅ لوري ته وسلې نه دي ورکړې. دا معلومات ناسم دي.»
هغه زیاته کړې چې چین د یوه مسوول هېواد په توګه تل پر خپلو نړۍوالو ژمنو ولاړ دی.
هغه ټینګار کړی: «موږ له امریکايي لوري غواړو چې له بېاساسه ادعاوو، بد نیتو اړیکو جوړولو او جنجال رامنځته کولو ډډه وکړي، هیله ده چې اړوند لوري د تاوتریخوالي کمولو لپاره لا زیات اقدامات وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي ونس له ایران سره له ۲۱ ساعته خبرو وروسته، بې له کومې هوکړې پاکستان پرېیښی او ایران هم ویلي چې دواړو لورو د «امریکا د زیاتو غوښتنو او جاهطلبیو» له امله تر اوسه کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.