Language

د ایران او امریکا مذاکرات بې پایلې پای ته ورسېدل

کابل (پژواک، ۲۳ حمل ۱۴۰۵): د امریکا د ولسمشر مرستیال، جی‌ډي ونس، له ایران سره له ۲۱ ساعته خبرو وروسته، پرته له دې چې کومې هوکړې ته ورسېږي، پاکستان پرېښی او ایران ویلي چې دواړه لوري د «امریکا د زیاتو غوښتنو او جاه‌طلبیو» له امله تر اوسه کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د ولسمشر مرستیال جی‌ډي ونس ویلي چې د امریکا مذاکره کوونکي پلاوي له ایران سره تر ۲۱ ساعته خبرو وروسته، بې له دې چې هوکړې ته ورسېږي، پاکستان پرېښی دی.

هغه د خبرو له پای وروسته خبریالانو ته وویل: «بد خبر دا دی چې موږ هوکړې ته ونه رسېدو، او زما په اند دا د ایران لپاره تر امریکا ډېر بد خبر دی، موږ پرته له دې چې هوکړه ترلاسه کړو، بېرته امریکا ته ستنېږو. موږ خپلې سرې کرښې په روښانه ډول ټاکلې دي.»

د ده په وینا، د امریکا له مهمو غوښتنو څخه یوه دا وه چې ایران په څرګنده ژمنه وکړي چې د اټومي وسلو د جوړولو هڅه به نه کوي.

هغه زیاته کړه چې دا د امریکا د ولسمشر اساسي هدف و چې په دغو مذاکراتو کې تعقیب شوی دی.

د تسنیم خبري اژانس هم راپور ورکړی چې د ایران او امریکا د پلاوو ترمنځ خبرې پای ته ورسېدې او دواړه لوري د «امریکا د زیاتو غوښتنو او جاه‌طلبیو» له امله تر اوسه کومې هوکړې ته ونه رسېدل.

له بلې خوا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، ویلي: «په ځینو موضوعاتو کې موږ تفاهم ته ورسېدو، خو په دوو – دریو مهمو مسئلو کې نظرونه سره لېرې وو او په پایله کې خبرې کومې هوکړې ته ونه رسېدې.»

بقایي ټینګار کړی چې «دیپلوماسي هېڅکله نه ختمېږي»، او ویلي یې دي: «دا یوه وسیله ده چې د ملي ګټو د ساتنې لپاره کارول کېږي او دیپلوماتان باید خپل مسوولیتونه هم د جګړې او هم د سولې په وخت کې ترسره کړي.»

هغه زیاته کړې چې دا مذاکرات له ۴۰ ورځنۍ «تحمیلي جګړې» وروسته ترسره شول او په داسې فضا کې وشول چې له شک او بدګمانۍ ډکه وه، نو ځکه دا طبیعي وه چې تمه نه کېده دغه خبرې په یوه ناسته کې پایلې ته ورسېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د موضوعاتو پېچلتیا ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې ځینې نوې مسئلې، لکه د هرمز تنګي موضوع، هم دغو خبرو ته ورزیاتې شوې چې هره یوه یې خپلې ځانګړې پېچلتیاوې لري.