کابل (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۵): د عامې روغتیا او پوهنې وزارتونو د هېواد د دولتي او خصوصي ښوونځیو په کانټینونو او کافټریاوو کې د بېکیفیته خوراکي توکو پلور منع اعلان کړی دی.
د عامې روغتیا وزارت خبرپاڼه کې راغلي، دا پرېکړه د دې لپاره شوې چې په ښوونځیو کې د بېکیفیته خوراکي توکو او څښاک د پلور مخه ونیول شي، څو د ماشومانو روغتیا خوندي او د ناروغیو مخه ونیول شي.
سرچینې زیاته کړې، د تخنیکي څېړنو له مخې، دغه محصولات زیانلرونکي کیمیاوي مواد لري چې د ماشومانو لپاره د جدي ناروغیو، لکه سرطان، قلبي ستونزو او ذهني اختلالاتو لامل کېدای شي.
د عامې روغتیا وزارت د ښوونځیو له مسوولینو غوښتنه کړې چې د دې پرېکړې په عملي کولو کې له دواړو وزارتونو سره بشپړه همکاري وکړي او خبرداری یې ورکړی چې د سرغړونې په صورت کې به له سرغړوونکو سره قانوني چلند وشي.