کابل (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د هسپانیا لومړی وزیر پدرو سانچز چین ته سفر کړی او ویلي یې دي چې بیجینګ باید د اقلیمي بدلون، امنیت، دفاع او د نابرابرۍ پر وړاندې د مبارزې په ګډون په مهمو مسایلو کې بنسټیز رول ولوبوي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پدرو سانچز نن (دوشنبه) چین ته سفر کړی او د بیجینګ په تسینګهووا پوهنتون کې یې وینا کړې ده.
هغه زیاته کړې چې اروپا هم باید خپلې هڅې دوه برابره کړي؛ ځکه متحده ایالتونه په ګڼو برخو کې د مشرۍ له رول څخه په شا کېږي.
نوموړي دغهراز ویلي چې چین د هسپانیا د ټول تجارتي کسر ۷۴ سلنه جوړوي او د داسې “متوازن او نړۍوال اقتصاد” رامنځته کولو لپاره همکاري مهمه ده چې ګډه هوساینه رامنځته کړي.
تمه ده چې سانچز د سې شنبې په ورځ د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره وګوري او خبرې به یې تر ډېره پر جیوپولیټیکي مسایلو راڅرخي.
دا په تېرو څلورو کلونو کې چین ته د پدرو سانچز څلورم سفر دی.