Language

په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، په غزه کې د اسراییل د هوايي بریدونو له امله، د دوو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی او نهه نور ټپیان شوي دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې دغه مرګ‌ژوبله تېره ورځ (سې‌شنبې) د اسراییل په بېلابېلو بریدونو کې اوښتې ده.

په راپور کې راغلي، د هغو ۱۱ کسانو په ډله کې یو پولیس هم دی چې په دغو بریدونو کې یې ژوند له لاسه ورکړی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه نهه ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي.

د راپور له مخې، سره له دې چې د اسراییل او حماس ترمنځ «اوربند» د تېر کال له اکتوبر راهیسې پیل شوی، خو په دې موده کې د اسراییل په بریدونو کې تر اوسه نږدې ۷۶۰ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د غزې د روغتیا وزارت د سې‌شنبې په ورځ اعلان کړی چې د اوربند له اعلان وروسته ۲۱۱۱ فلسطینیان ټپیان شوي هم دي، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې د جګړې له پیله د ټولو هغو کسانو شمېر ۷۲ زره او ۳۳۶ تنو ته رسېدلی چې د اسراییلو په بریدونو کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی.