کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۵): د عامې روغتیا وزارت رهبري د نړۍوالو تمویلوونکو بنسټونو له استازو سره د لا ډېرې همغږۍ، همکاریو د پیاوړتیا او د افغانستان خلکو ته د دوامداره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په اړه خبرې کړې دي.
د عامې روغتیا وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي نورجلال جلالي د نړۍوالو تمویلوونکو بنسټونو یواناېفپياې (ّUNFPA) یوانډيپي (UNDP) نړۍوال بانک، ګلوبل فنډ جياېويای (GAVI) او اروپایي ټولنې له استازو سره انلاین ناسته وکړه.
سرچینه زیاتوي چې په دې ناسته کې د روغتیا ملي پالیسۍ پر سم تطبیق، د راتلونکي ستراتیژیک لوري ټاکلو، د روغتیايي خدماتو پیاوړتیا او پراختیا، له ۲۰۲۶ کال وروسته د تمویل د احتمالي کمښت، د مالي مسوولیتونو د تدریجي لېږد د اړتیا او الهي پېښو او لوژستیکي ستونزو له کبله د رامنځته شوو ننګونو په اړه خبرې وشوې.
خبرپاڼه کې راغلي چې د عامې روغتیا وزارت له شریکانو د دوامداره ملاتړه له امله مننه وکړه او له تمویلوونکو یې وغوښتل چې د لا زیاتو منابعو جلبولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.
یاد وزارت لیکلي چې جلالي همدارنګه په تدریجي ډول د مالي مسوولیتونو پر غاړه اخیستنې او د دوامداره روغتیايي خدماتو وړاندې کولو لپاره مفصلې خبرې وکړې.
د خبرپاڼې له مخې، تمویلوونکو د وزارت له رهبرۍ د مننې ترڅنګ د روغتیايي خدماتو د دوام او له نړۍوالو شریکانو سره د همغږۍ ملاتړ څرګند او د خپلو مرستو پر دوام یې ټینګار وکړ.
د عامې روغتیا وزارت لیکل چې غونډه د دواړو لورو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا او د افغانستان خلکو ته د دوامداره روغتیايي خدماتو برابرولو په موخه د ژمنې په بیا تازه کولو سره پای ته ورسېده.